د افغانستان سفارت سرپرست ناروې کې د افغان ډاکټرانو ټولنې له استازو سره وکتل

په ناروې کې د افغانستان سفارت سرپرست نجيب‌الله شاهين په دغه هېواد کې مېشت د افغان ډاکټرانو ټولنې له استازو سره وکتل. په ناروې کې د افغانستان سفارت وايي، چې دې کتنه کې د هېواد پر روغتيايي وضعیت او خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د رسولو پر بېلابېلو پروګرامونو هر اړخیزې خبرې شوې دي. The post د افغانستان سفارت سرپرست ناروې کې د افغان ډاکټرانو ټولنې له استازو سره وکتل appeared first on RTA - Radio Television of Afghanistan .