ژمی او په زړو خېمو کې ژوند؛ زرنج ښار کې د لسګونو بې‌ځایه شوو او راستنو شوو کورنیو کیسه

د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار د «ترمینل» سیمه کې لسګونه داخلي بې‌ځایه شوې او راستنې شوې کورنۍ په دې ساړه ژمي کې تر زړو او څیرو خېمو لاندې ژوند کوي؛ دغلته هغه میندې او پلرونه چې خپل ماشومان له یخنۍ د ژغورلو لپاره په غېږو کې نیسي، له حکومت او خیریه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.