د عامې روغتیا وزارت وايي، د زابل ولایتي روغتون کې د شاوخوا ۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰۰ بسترونو په ظرفیت د دوو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې د دغه روغتون ظرفیت لوړ او روغتیايي خدمات به یې ښه شي.