په انقره کې د افغانستان سفیر د ترکیې د کلتور او ګرځندویۍ وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې د کلتوري او دیني اړیکو په اړه خبرې کړي

په انقره کې د اسلامي امارت سفیر شیخ صنیع‌الله فرهمند د ترکیې د کلتور او ګرځندویۍ وزیر له مرستیال سره لیدنه کړې.   ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اوږدمهاله تاریخي، کلتوري او دیني اړیکو په اړه خبرې کړې دي. The post په انقره کې د افغانستان سفیر د ترکیې د کلتور او ګرځندویۍ وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې د کلتوري او دیني اړیکو په اړه خبرې کړي appeared first on RTA - Radio Television of Afghanistan .