جوزجان کې ځینې کروندګرې او مالدارې ښځې د خپلو کورنیو د اقتصاد ستنې ګرځېدلې دي

جوزجان کې کلیوالې ښځې کرنیزو ځمکو کې د کار، مالدارۍ او لبنیاتو د تولید له لارې د کورنیو د اقتصاد په جوړولو کې مهم رول لري؛ د غنمو او کنجد له کرلو نیولې د زعفرانو او لبني محصولاتو تر تولید پورې، دغو ښځو په خپلو هڅو نه یوازې د کورني ژوند څرخ اړولی، بلکې د سیمې په اقتصاد کې یې هم مهم رول لوبولی دی. هغوی د لا ډېر ملاتړ غوښتنه کوي.