د غور روغتیايي مسوولین په دغه ولایت کې د روان کال پر مهال د شري ناروغۍ پېښو له زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، په تېرو لسو میاشتو کې د دې ناروغۍ له امله ۹۹۴ ماشومان په ولایتي روغتون کې بستر شوي چې شپږو یې ژوند له لاسه ورکړی دی. هغومی له کورنیو غواړي چې د نښو نښانو په لیدو سره خپل ماشومان ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.