د ویټامین ډي کمښت؛ د ښځو او ماشومانو روغتیا ته یو ګواښ

په افغانستان کې د ویټامین ډي کمښت، په ځانګړې توګه په ښځو کې عام دی او کولی شي د هډوکو کمزوري، د عضلاتو درد او ستړیا رامنځته کړي؛ متخصصین سپارښتنه کوي چې یو انسان باید هره ورځ ځان ته لمر ورکړي او که اړتیا وي له مکملونو دې هم ګټه واخلي.