د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ مربوطاتو کې یو ۵۸۰ موټر د سېلاب له امله چپه شوی چې پکې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.