TOLOnews
په چین کې د هند سفیر ویکرم دورایسوامي په بیجینګ کې د اسلامي امارت له سفیر بلال کریمي سره لیدلي دي. دواړو لوریو د افغانستان او هند د خلکو ترمنځ د تاریخي او تمدني اړیکو په اړه خبرې کړې او د ګډو ګټو په برخو کې یې د همکاریو د لا پیاوړتیا او پراختیا پر دوام ټینګار کړی دی. #طلوعنیوز
Go to News Site